کوټه (وېب نیوز)د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ویلي، چې د هنه اوړک خونړۍ پېښه ډېره دردونکې ده او حکومت باید د دې پېښې هر اړخیزې، خپلواکې او شفافې پلټنې وکړي او ټول حقایق ولس ته روښانه کړي. هغوی غوښتنه وکړه چې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته مناسب تاوان ورکړل شي او که وسله وال له افغانستانه رااوړي، نو حکومت دې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې د ستونزې حل ولټوي. دغه څرګندونې د مسلم لیګ (ن) مرکزي مرستیال او د قومي اسمبلۍ غړي سردار یعقوب ناصر، د پاکستان تحریک انصاف صوبایي مشر داود شاه کاکړ، ډاکټر حلیم ناصر، د بلوچستان عوامي ګوند مشر احسان الله خاکسار، د جمعیت علمای اسلام مشر حافظ حمدالله او نورو د هنه اوړک د شهیدانو د فاتحې پر مهال وکړې. ویناوالو وویل، بلوچستان د سولې او ورورولۍ خاوره ده او د زور پر ځای باید د خبرو اترو له لارې امنیت ټینګ شي.
