کوټه (وېب نیوز) د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو د هنه اوړک پېښه په کلکو ټکو وغندله او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د پېښې بشپړې، رڼې او شفافې پلټنې وکړي او ټول حقیقتونه دې د ولس مخې ته راولي. مشرانو وویل چې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته دې مناسب مالي تاوان ورکړل شي او که وسله وال له افغانستانه راځي، نو حکومت دې له افغان چارواکو سره د خبرو له لارې د ستونزې د هواري لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغوی ټینګار وکړ چې بلوچستان د سولې او ثبات سیمې ته اړتیا لري او د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او تفاهم دی.
