مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک قومي مشرانو پر قرآن کریم لاس کېښود او ټول تورونه یې رد کړل

کوټه (وېب نیوز)د هنه اوړک قومي مشرانو په ګډه خبري غونډه کې پر قرآن کریم لاس کېښود او هغه ټول تورونه یې په کلکه رد کړل چې د دوی او د دهرنې د کمېټې پر ضد خپاره شوي وو. هغوی وویل، د دوی احتجاج په بشپړ ډول سوله‌ییز او د اصولو له مخې و، درې اساسي غوښتنې یې حکومت ومنلې او له همدې امله یې دهرنه پای ته ورسوله. قومي مشرانو وویل چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د دوی پر ضد منفي تبلیغات د ځانګړو کړیو له خوا روان دي او دا ډول پروپاګند د شهیدانو د کورنیو سپکاوی دی. دوی زیاته کړه چې د دوی پیغام انتقام نه، بلکې عدالت، یووالی او سوله ده او د شهیدانو قربانۍ به تل په درناوي یادوي.