کوټه (وېب نیوز) د هیلتھ اینډ رورل ډویلپمنټ ادارې د آواز سنټر فار ډویلپمنټ سروسز په همکارۍ په بلوچستان کې د «واکمنو سیمه ییزو حکومتونو» تر سرلیک لاندې د ښاري فورم سلا مشورتي غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د ټولنې مشرانو، مدني ټولنو، ښځو، ځوانانو، رسنیو او عامو وګړو ګډون وکړ. ویناوالو وویل چې پیاوړی او حساب ورکوونکی بلدیاتي نظام د ولسواکۍ بنسټ دی او د خلکو ګډون، شفافیت، حساب ورکونه او سیمه ییزو ادارو ته مالي او اداري واک ورکول د ښه حکومتولۍ لپاره اړین دي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ولس پوهاوی، د رسنیو رول او د ځوانانو ګډون به د اغېزمن، شفاف او ځواب ویونکي بلدیاتي نظام په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
