مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د پاکستان او بلوچستان اړیکه به تلپاتې وي، وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی

کوټه (یو این اے) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د شلم ملي ورکشاپ ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې پاکستان او بلوچستان یو له بل سره نه بېلېدونکې اړیکه لري او د هېواد د خپلواکۍ، ملي یووالي او امنیت په اړه هېڅ ډول جوړجاړی امکان نه لري. هغه وویل چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي، خو د هېواد د تجزیې یا د ریاست ضد فعالیتونو لپاره هېڅ ځای نشته. نوموړي زیاته کړه چې حکومت به د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ په مرسته د سرکاري ګمارنو بهیر لا شفاف او د وړتیا پر بنسټ برابر کړي، ترڅو ځوانانو ته مساوي فرصتونه برابر او د هغوی باور پیاوړی شي.