کوټه (وېب نیوز) په کوټه کې د ټرافیک د معمول چک کولو پر مهال پر ښځینه ټرافیک پولیسې شبانه د ځینو وکیلانو له خوا د مبینه برید راپور ورکړل شوی دی. د معلوماتو له مخې، پولیسې د کابلي موټر د تلاشي پر مهال له لفظي شخړې وروسته د تشدد ښکار شوې او د سرکاري دندې په ترسره کولو کې هم خنډ رامنځته شوی. د پېښې پلټنې روانې دي، او ولسي او ټولنیزو کړیو غوښتنه کړې چې که تورونه ثابت شي، د قانون له مخې دې د ښکېلو کسانو پر ضد بې پرې قانوني اقدام وشي.
