تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

ټرمپ د هرمز تنګي د ۲۰ سلنه ټکس له پرېکړې پر شا شو

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو څخه د ۲۰ سلنه ټکس اخیستو له خپلې پخوانۍ پرېکړې پر شا شوی او ویلي یې دي چې په هرمز تنګي کې د ټول ټکس اخیستل مناسب نه دي او هېڅ هېواد باید له دې سمندري لارې ټکس وانخلي. نوموړي وویل چې د خلیج هېوادونه به د ټکس ورکولو پر ځای په امریکا کې سترې پانګونې وکړي، چې دا به د دواړو لورو په ګټه وي. ټرمپ زیاته کړه چې دغه پرېکړه یې د منځني ختیځ له مشرانو سره له ګټورو خبرو وروسته کړې ده. هغه ادعا وکړه چې د امریکا د پوځي ځواک له امله د هرمز تنګی د نړیوالې سمندري تګ راتګ لپاره خوندي او پرانیستی دی، او ایران یې تورن کړ چې د خپلې مشرتابه د تګلارو له امله یې ځان له ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي او پر ایراني بندرونو او کارګو به سخت بندیزونه دوام ولري.