تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

ټرمپ د هرمز تنګي په اړه نوې بندیزونه اعلان کړل، پر ایراني بېړیو بندیز او نورو سوداګریزو بېړیو ته ۲۰ سلنه فیس

کوټه (صداقت انټرنېشنل ویب ډیسک)د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې پر ایراني سمندري بېړیو او ورسره تړلو بار وړونکو بېړیو به بندیز ولګول شي، او د هرمز تنګي څخه تېرېدونکو د نورو هېوادونو سوداګریزو بېړیو څخه به ۲۰ سلنه امنیتي فیس اخیستل کېږي. ایران دغه اعلان رد کړی او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي په چارو کې به د امریکا هېڅ ډول لاسوهنه ونه مني.