تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

ټرمپ له نتنياهو وغوښتل چې اسرائيلي پوځ له شام او لبنان څخه وباسي

کوټه (وېب نیوز) د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو څخه غوښتي چې د سوېلي شام له نيول شويو سيمو او د سوېلي لبنان څخه د اسرائيلي پوځ د تدريجي ايستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د امريکايي رسنيو د راپور له مخې، ټرمپ په ټېليفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې په شام کې د اسرائيلي ځواکونو دوامداره شتون د سيمې کړکېچ لا زياتولای شي او امنيتي وضعيت نور هم خرابولای شي. امريکايي چارواکو ويلي، ټرمپ نتنياهو ته وويل چې د دغو سيمو خلک د اسرائيلي پوځ شتون نه غواړي، نو بايد د ځواکونو د ايستلو پرېکړه وشي، او همدا دريځ يې د لبنان په اړه هم څرګند کړی دی. بل لور ته د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر ويلي چې نتنياهو د سرحدي امنيتي سيمو د ساتلو پر اړتيا ټينګار کړی دی. راپور زياتوي چې د ټرمپ ادارې له څو مياشتو راهيسې د اسرائيلو او شام ترمنځ د نوي امنيتي تړون د رامنځته کولو هڅې کړې، خو اسرائيلي مشرتابه اړين امتيازات منلو ته چمتو نه دی. په همدې حال کې د لبنان او اسرائيلو ترمنځ هم د امريکايي منځګړيتوب په مرسته خبرې روانې دي او د لبنان حکومت له سوېلي لبنان څخه د اسرائيلي ځواکونو د سمدستي وتلو او د دې بهير لپاره د روښانه مهالوېش غوښتنه کړې ده.