کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پوځ، ایف سي او پولیسو ګډ “شعبان عملیات” په بریالیتوب سره دوام لري. د امنیتي سرچینو په وینا، په تازه ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې نور اته وسله وال وژل شوي، چې ورسره د عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۱۷ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي، د جولای له پنځمې نېټې راهیسې د شعبان عملیاتو او نورو استخباراتي عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي امنیتي ځواکونو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د بلوچستان د سولې دښمنان به تر وروستي کس پورې تعقیبېږي او د ترهګرۍ پر ضد به عملیات دوام ولري.
