نوشکي (وېب نیوز)د نوشکي ښار د مکي جومات ترڅنګ د نامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي. د پوليسو په وينا، ټپيان سمدستي مير ګل خان نصير تدريسي روغتون ته ولېږدول شول، خو د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه. وژل شوي کسان د مير طارق باديني او احمد مېنګل په نومونو پېژندل شوي دي. له پېښې وروسته پوليس او امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل، شواهد يې راټول کړل او د پېښې پلټنې يې پيل کړې دي. پوليس وايي، د بريد انګېزه لا نه ده معلومه، خو له بېلابېلو اړخونو څخه پلټنې روانې دي. د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ځای کې د ډزو په يوه بله پېښه کې يو پوليس سرتېری او يو بل کس وژل شوي وو.
