کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي د استعفا غوښتنې په غبرګون کې ويلي، که د ده په استعفا يا وژلو سره په بلوچستان کې تلپاتې امن راځي، نو دی دې ته هم چمتو دی. نوموړي د نوابزاده سراج رېساني د اتم تلين په مناسبت جوړې شوې تعزيتي غونډې ته وويل چې واک او څوکۍ تلپاتې نه دي، اصلي موخه د بلوچستان د خلکو خدمت او د امن ټينګښت دی. هغه زياته کړه، که وسلوال اعلان وکړي چې د ده په استعفا يا وژل کېدو سره به امن راشي، نو خپل ورور ته به هم ووايي چې پرې ډزې وکړي، خو بلوچستان ته دې سوله راشي. وزيراعلیٰ وويل، په تېر وخت کې د ترهګرۍ پر ګڼو پېښو چا استعفا نه ده ورکړې، نو د شهيدانو پر وينو بايد سياست ونه شي. هغه اپوزېسيون ته وويل چې د حکومت پر کمزوريو او بدانتظامۍ دې نيوکې وکړي، خو د شهيدانو قربانۍ دې د سياسي ګټو لپاره نه کاروي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د شهيدانو د کورنيو ټول قانوني او روا غوښتنې به پوره کېږي.
