تازه خبرونه ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د ایف سي د مشر لخوا په شعبان عملیاتو کې د بوختو افسرانو او سرتېرو سره په لومړۍ کرښه کې لیدنه، د وژل شویو ترهګرو شمېر ۱۲۱ ته ورسېد

کوټه (له سيد سردار محمد خوندۍ څخه) د امنیتي سرچینو په وینا، د شعبان عملیات چې د جنورۍ له ۵ مې څخه پیل شوي، لا هم دوام لري، چې په ترڅ کې یې په بلوچستان کې په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه وړل کیږي.

د فرنټیر کور شمالي بلوچستان انسپکټر جنرل میجر جنرل محمد آصف مجتبیٰ د عملیاتو په ترڅ کې د بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړه او په لومړۍ کرښه کې له میشتو افسرانو او سرتېرو سره یې ولیدل.

په دې موقع هغه د امنیت پر عمومي وضعیت او عملیاتي چارو خبرې وکړې او افسرانو او سرتېرو ته یې مهمې لارښوونې او هدایات ورکړل.

د امنیتي سرچینو په وینا، تېره شپه د بېلابېلو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه یوړل شول. تر اوسه د وژل شویو ترهګرو شمېر ۱۲۱ ته رسېدلی دی.

امنیتي سرچینې وايي چې د شعبان عملیات به تر وروستي ترهګر له منځه وړلو پورې دوام وکړي.