کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز احمد خان بګټي په مشرۍ د دولتي دفاعي کنفرانس (د دولت د ټینګښت کنفرانس) ۲۶مه غونډه په کوټه کې ترسره شوه.
په غونډه کې د صوبې د ټولیز امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو اقداماتو او د سولې او ثبات لپاره د وفاقي او صوبايي ادارو د متقابلې همکارۍ تفصیلي جاج واخیستل شو.
فورم په بلوچستان کې د پاک پوځ، ایف سي بلوچستان او پولیسو د ګډ عملیات شعبان په پرمختګ د اطمینان څرګندونه وکړه او د ترهګرو عناصرو پر ضد یې د عملیاتو د لا اغېزمن ډول د دوام ژمنه تازه کړه.
د غونډې ګډونوالو د هنې اوړک او منګي ډیم د شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینه وړاندې کړه او دا ژمنه یې څرګنده کړه چې د شهیدانو قربانۍ به نه ضایع کیږي او د بلوچستان د سولې او ثبات لپاره به د ترهګرۍ پر ضد عملیات په پوره قوت سره دوام ولري.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز احمد خان بګټي غونډې ته په وینا کې وویل چې ترهګري یوه ملي ستونزه ده چې د مقابلې لپاره یې د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه د ولس په همکارۍ په ګډه کار کوي.
هغه وویل چې شرارتي عناصر او د هغوی ملاتړي به خپل منطقي انجام ته ورسول شي او د دولت ضد عناصرو لپاره به په بلوچستان کې هیڅ ځای نه وي.
د اعلی وزیر وینا وه چې په صوبه کې د حکومتولۍ د لا اغېزمن کولو لپاره اصلاحاتي ګامونه پورته کیږي ترڅو د دولتي ادارو کارکردګي ښه شي او ولس ته د غوره خدماتو رسول یقیني شي.
میر سرفراز بګټي زیاته کړه چې صوبايي حکومت د امنیتي ځواکونو سره په پوره همغږۍ نه یوازې د امن او نظم د ټینګښت بلکې د بلوچستان د بیا رغونې او پراختیا، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې په پرمختیایي پروژو هم پوره پاملرنه کوي، ځکه چې تلپاتې سوله او پرمختګ له یو بل سره تړلي دي.
په غونډه کې د وفاقي او صوبايي ادارو، د قانون پلي کوونکو څانګو او امنیتي ځواکونو پشمول د پاکستان پوځ، فرنټیر کور، پاکستان کوسټ ګارډ، پولیسو، ایف آئی اے، کسټمز او نورو اړوندو ادارو استازو ګډون وکړ.
د غونډې په پای کې دا ژمنه بیا تازه شوه چې په بلوچستان کې د سولې، د دولتي واک د ټینګښت او د ولس د ساتنې لپاره به ټولې اړوندې ادارې په متقابله همکارۍ او همغږې تګلارې سره خپلو مسؤلیتونو ته دوام ورکوي.
