کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د خوراک صوبایي وزیر او د مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر نور محمد دمړ ویلي چې حکومت د زیارت پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ولاړ دی او د هغوی ټولې جائزې غوښتنې به عملي کړي. نوموړي له قبایلي مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د بلوچستان وزیراعلی د پېښې سمدستي نوټس اخیستی، د زیارت ایس پي یې معطل کړی او د غفلت مسؤل کسان به د قانون له مخې محاکمه شي. هغه زیاته کړه چې د شهیدانو قربانۍ نه هېریدونکې دي، خو روان احتجاج ته اوس سیاسي رنګ ورکړل شوی دی. نور محمد دمړ وویل، حکومت غواړي د خبرو اترو له لارې ستونزه حل او په صوبه کې امن ټینګ کړي.
