اسلام آباد/کوټه (ویب نیوز) د سیندک مېټلز لمیټډ عمومي مدیر رازق سنجراني هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د سیندک د مسو او سرو زرو پروژه د بندېدو له ګواښ سره مخ ده. نوموړي وویل چې سیندک پروژه له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په بشپړ ډول فعاله ده او تولیدي او اداري چارې یې په عادي ډول روانې دي. هغه زیاته کړه چې د فرنس تېلو د لېږد په برخه کې ځینې ترانسپورټرانو اندېښنې لرلې، خو د همدې لپاره له اړوندو دولتي او امنیتي ادارو سره اړیکې نیول شوې دي ترڅو د تېلو رسونه بې خنډه دوام ومومي. رازق سنجراني ټینګار وکړ چې د پروژې د بندېدو په اړه خپاره شوي راپورونه له حقیقت سره اړخ نه لګوي او امنیتي ادارو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
