مقامی ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د مولانا فضل الرحمن د دریځ د تحریف هڅې به ناکامې شي، جمعیت علماء اسلام

کوټه (وېب نیوز) د جمعيت علماء اسلام د کوټې ضلعي مشر مولانا عبدالرحمن رفيق او نورو مشرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي چې د جمعيت مشر مولانا فضل الرحمن د اساسي او جمهوري دريځ د تحريفولو ټولې هڅې به ناکامې شي. هغوی وويل، جمعيت علماء اسلام د زرګونو شهيدانو د قربانيو امينه ده او د شهيدانو د عظمت او قربانيو په اړه هېچا ته د درس ورکولو اړتيا نه لري. اعلاميه زياتوي چې اختلاف بايد د دليل، اخلاقو او سياسي ادب په چوکاټ کې وړاندې شي، خو شخصي سپکاوی او منفي پروپاګنډ د منلو وړ نه دی. د جمعيت مشرانو ټينګار وکړ چې ګوند به د اساسي قانون، جمهوريت، د ولس د رایې حق، ملي خپلواکۍ او سوله ييزې سياسي مبارزې ملاتړ ته دوام ورکوي.