کوټه (وېب نیوز) د نېشنل پارټۍ مرکزي او صوبایي مشرانو د پخوانۍ د صوبایي اسمبلۍ غړې یاسمین لهړي د پلار نور احمد لهړي د مبینه تښتونې سخته غندنه کړې او له حکومت څخه یې د هغه د ژر، خوندي او بې قید شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. په کوټه پرېس کلب کې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال میر رحمت بلوچ، اسلم بلوچ، یاسمین لهړي، کلثوم نیاز بلوچ او نورو مشرانو وویل چې په بلوچستان کې د امن او امان وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او اوس خلک په خپلو کورونو کې هم خوندي نه دي. هغوی خبرداری ورکړ چې که نور احمد لهړي ژر راخوشې نه شي، نېشنل پارټي به پراخ احتجاج پیل کړي. مشرانو وویل چې د خلکو د سر او مال ساتنه د ریاست اساسي مسؤلیت دی، خو د حکومت د کمزورې ادارې له امله ولس د سختې بېامنۍ سره مخ دی.
