تازه خبرونه ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د وطن د دفاع، د قوم د خپلواکۍ، د عزت او ابرو لپاره یووالی اړین دی، موږ نه غواړو پاکستان مات کړو – د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزی

کوټه (سید سردار محمد خوندئی )
د زیارت د پېښې په ضد په کوئله پاټک کې روانې احتجاجي پرلت ته په وینا کې د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي وویل چې ۵ کاله وړاندې مې ویلي وو چې راځئ یو شو، په مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان او آفتاب شېرپاو په ګډون په مشرانو بریدونه وشول، د دوی ټولو ګناه څه وه؟ له پېړیو راهیسې زموږ وینې تویېږي او نن ویل کېږي چې پښتانه ترهګر دي.

محمود خان اڅکزي وویل چې که حکومت د جوډیشل کمېسیون جوړولو ته تیار دی نو اړینه ده چې لومړی چیف سیکرټري، سیکرټري داخله، کمشنر او ډپټي کمشنر له خپلو څوکیو لرې کړل شي، د دوی په موجودیت کې شفافې پلټنې ممکنې نه دي، همدوی زموږ د بچیانو قاتلان دي. وزیراعلی سرفراز بګټي ته په خطاب کې یې وویل چې ستاسو ټول حکومت د دې وژنو ذمه وار دی.

هغه وویل چې د پښتون افغان وطن د لویو قوتونو ترمنځ پروت دی، شمال ته یې روس او ماورا النهر، بلې خوا ته عرب او ایران، یوې خوا ته چین او لاندې هندوستان دی، موږ په شمېر کې کوچني یو خو تاریخ ګواه دی چې پښتون هېڅکله د کوم لوی قوت جاسوسي او ایجنټي نه ده کړې. دا هېواد ۷۸ کلن شوی، پښتون، بلوڅ، سندهي، سرائیکی او پنجابی زرګونه کاله کېږي چې د خپلو تاریخي وطنونو خاوندان دي.

هغه وویل چې په سوات او وزیرستان کې لکونه خلک بې کوره کړل شول، کورونه او مارکیټونه وران کړل شول او پرې د کرکټ میدانونه جوړ کړل شول، د نړۍ له لویو قوتونو وایو چې کوم حکومت سره چې تاسو زموږ د وسائلو معامله کوئ هغه ته ولس رایه نه ده ورکړې، په کومه ځمکه چې معدنیات راوځي هلته دې د هغې سیمې له ولس او د ځمکو له خاوندانو سره خبره وشي، د نړۍ د قوانینو مطابق دې خپله برخه ورکړل شي.

هغه تور پورې کړ چې په ګلستان، قلعه عبدالله او نورو ضلعو کې په لکونو ټنه د اپینو فصل کرل کېږي او په هر جریب حساب پیسې اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په باجوړ او نورو سیمو کې په همدې فصل خلک په ډزو وژل شوي دي، موږ باید د نورو په خبرو کې په خپل منځ کې په جنګېدو ځان تباه نه کړو.

محمود خان اڅکزي وویل چې څوک چې د افغانستان پر ازادۍ، خپلواکۍ او استقلال خوشحاله نه وي هغه نه مسلمان دی او نه پښتون، په دې مسئله دې د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان، افغانستان او د ټولو ګاونډیانو کانفرنس راوبلي څو د نه مداخلت او د خپلواکۍ د احترام پر بنسټ تړون وشي چې ضامن یې دې د امنیت شورا دایمي غړي وي.

هغه وویل چې په پښتونخوا وطن کې د مېشتو هندکوانو، فارسي ژبو، هزاره، ګوجر، چترالي، کوهستاني، سکهـ، هندو او عیسوي په ګډون د ټولو اقلیتونو هومره حق دی څومره چې زموږ دی، دا ټول زموږ وروڼه دي، څوک چې اساسي قانون ماتوي او یا پرې عمل نه کوي هغه غدار او د هېواد دښمن دی.

سردار اختر مېنګل ته په خطاب کې یې وویل چې لکه څنګه چې د ګوادر ځمکې نا بلوڅو ته ورکول غلط دي همداسې دې د پښتنو تاریخي ځمکې نا پښتنو په نوم له الاټ کولو ډډه وشي، دا ټولې الاټمنټونه او د ماینز اینډ منرلز بل دې لغوه شي.

هغه څرګنده کړه چې نه د کوم لښکر مشري غواړي او نه بادشاهي، نه له کوم جنرال، آئي اېس آئي او اېم آئي سره کوم پټ یا ښکاره تعلق لري، له پوځ او ادارو سره هېڅ دښمني نه لري خو هغوی دې په سیاست کې مداخلت بند کړي او د نړۍ د نورو پوځونو په څېر دې پر خپل حلف عمل وکړي.

په پای کې یې غوښتنه وکړه چې د ټولو پښتنو ګډه جرګه دې راوبلل شي چې له چترال نه نیولې تر هزاره، کشمیر، وزیرستان او سواته پورې پښتانه پکې شامل وي او دوه درې ورځې دوام وکړي او راتلونکې تګلاره وټاکي.