مقامی ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د کوټې په سرکاري روغتونونو کې به له سبا څخه ټولې طبي اسانتیاوې بېرته بحالې شي

کوټه (وېب نیوز) د کوټې ډویژن کمېشنر شاهزیب خان کاکړ او ډپټي کمېشنر مهرالله بادیني د ینګ ډاکټرز ایسوسی اېشن بلوچستان، پاکستان مېډیکل ایسوسی اېشن (کوټه زون) او الایډ هېلتھ ارګنایزېشن له استازو سره لیدنه وکړه. په غونډه کې د صوبې د امنیتي وضعیت او د خلکو د ستونزو په پام کې نیولو سره له ینګ ډاکټرز څخه غوښتنه وشوه چې خپل روان احتجاج وځنډوي او په ټولو سرکاري روغتونونو کې او پي ډي او نورې طبي اسانتیاوې بېرته فعالې کړي. د ینګ ډاکټرز مشر ډاکټر حئی بلوچ اعلان وکړ چې د عام ولس د ګټو او د کمېشنر په غوښتنه به احتجاج موقتي وځنډول شي او له سبا څخه به په ټول بلوچستان کې ټولې او پي ډیانې او طبي خدمتونه په بشپړه توګه بیا پیل شي. کمېشنر ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د جائزو غوښتنو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره اغېزمنې هلې ځلې کوي.