مقامی ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

له سردار اختر مېنګل سره د سياسي مشرانو مهمه ليدنه، د بلوچستان د اساسي حقونو لپاره په ګډه مبارزه هوکړه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان نېشنل ګوند (بي اېن پي) مشر او پخواني وزيراعلیٰ سردار اختر جان مېنګل سره د سنا د مخالفې ډلې مشر او د مجلس وحدت المسلمين مشر علامه راجه ناصر عباس جعفري په مشرۍ د بېلابېلو سياسي ګوندونو يوه پلاوي مهمه ليدنه وکړه. په غونډه کې د هېواد او بلوچستان پر سياسي، اساسي، اقتصادي او اداري حالاتو، د صوبې پر حقونو، د ولس پر ستونزو او راتلونکې سياسي تګلارې مفصل بحث وشو. ګډونوالو ټينګار وکړ چې د بلوچستان د اساسي حقونو، د ولس د ستونزو د حل، صوبايي خپلواکۍ، د وسايلو پر واک، امن، تعليم، روغتيا او روزګار لپاره به سياسي ګوندونه خپلې سلا مشورې او ګډه مبارزه روانه ساتي.