ګوادر (وېب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د لیدلوري له مخې د ګوادر ډپټي کمېشنر نقیب الله کاکړ د ګرنډاني جنوبي سیمې تفصیلي دوره وکړه. د دورې پر مهال د ګوادر بندر د ماسټر پلان، د وړاندیز شویو ځمکو، د عوایدو ریکارډ او د تصفیې چارو جاج واخیستل شو. ډپټي کمېشنر اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ټول ریونیو امور دې د قانون، شفافیت او میرټ له مخې ترسره کړي، د دولتي ځمکو ساتنه او د ریکارډ سمون دې یقیني شي، څو د ګوادر بندر اړوند پرمختیايي پروژې پر وخت بشپړې او د ولس په ګټه عملي شي.
