ګوادر (وېب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د لیدلوري له مخې د سمندري طبیعي زېرمو د ساتنې او دوامدارې کب نیونې لپاره د ګوادر ډپټي کمشنر نقیب الله کاکړ په مشرۍ د کب نیوونکو، فشرۍ ادارې، اړوندو ادارو او د کب فابریکو د مالکانو ګډه غونډه وشوه. غونډې پرېکړه وکړه چې د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر ۱۵مې پورې به یوازې د ۲۵ نمبر جال کارول کېږي او له دې څخه د غټو جالونو کارول به په بشپړ ډول منع وي. ډپټي کمشنر خبرداری ورکړ چې د غیرقانوني جالونو کاروونکو، فابریکو او دوکانونو پر ضد به قانوني اقدام، د کبانو ضبط، د فابریکو مهرول او درنې جرمانې عملي کېږي. ګډونوالو د دې پرېکړو هرکلی وکړ او د ضلعي ادارې سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
