کوټه (ويب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د کوټې د سکرو پهاټک پر روان پرلت ته د وينا پر مهال وويل، که د زيارت پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېسيون جوړېږي، نو د شفافو او بې پرې پلټنو د يقيني کولو لپاره دې چيف سيکرټر، د کورنيو چارو سيکرټر او اړوند ډپټي کمشنر له خپلو دندو لرې کړل شي. نوموړي وويل، تر هر څه وړاندې بايد عدالت تأمين شي او د پېښې ټول مسؤل کسان دې د قانون له مخې محاکمه او سزا شي. محمود خان اڅکزي زياته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد بايد بې له توپيره اقدام وشي او پوښتنه يې وکړه چې «په کندهار او پکتيـا کې ناست کسان ترهګر ښکاري، خو هغه کسان چې ستاسو تر سترګو لاندې ازاد ګرځي، ولې نه ليدل کېږي؟» هغه د زيارت د سانحې د بې پرې پلټنو او د شهيدانو کورنيو ته د انصاف د ورکولو غوښتنه وکړه.
