واشنګټن (ويب نيوز) د امريکا مرستيال ولسمشر جي ډي وينس ويلي، د ايران له ستونزې سره د تلپاتې حل لاره جګړه نه، بلکې خبرې اترې او ډيپلوماسي ده. نوموړي په يوه پوډکاسټ مرکه کې وويل، امريکا به د ايران د حکومت د بدلون لپاره ځمکني پوځيان ونه لېږي او که د ايران ولس د نظام بدلون غواړي، دا به د هغوی خپله پرېکړه وي. هغه زياته کړه، د امريکا اساسي موخه د هرمز تنګي پرانيستی ساتل او د نړۍ د تېلو او ګازو خوندي لېږد دی، او ځينې اسرائيلي کړۍ هڅه کوي د ايران او امريکا ترمنځ د احتمالي هوکړې مخه ونيسي.
