کوټه (ويب نيوز) د يمن د انصارالله (حوثي) غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي خبرداری ورکړی چې که سعودي عرب د يمن پر ضد په هر ډول پوځي بريد يا يرغل کې ګډون وکړي، نو د سعودي ټولې مهمې اقتصادي او پوځي تاسیسات به د دوی د بریدونو هدف وګرځي. نوموړي په خپل ټلوېزيوني وينا کې امريکا او اسرائيل د منځني ختيځ د روان کړکېچ اصلي مسؤلان وبلل او ويې ويل چې دواړه هېوادونه په سيمه کې بې ثباتي او جګړې پراخوي. هغه ادعا وکړه چې امريکا، اسرائيل او د هغوی متحدين د فلسطين او د سيمې د نورو هېوادونو د سرچينو د لوټلو لپاره جګړو ته لمن وهي، او د «ستر اسرائيل» د جوړولو په موخه د منځني ختيځ د نقشې د بدلولو هڅې کوي.
