کوټه (وېب نيوز) د زيارت د شهيدانو په پېښه کې د ورک شوي پوليس سرتېري فريد احمد، چې د زيارت ولسوالۍ اوسېدونکی و، مړی تېره شپه د کوټې د سکرو پهاټک پر احتجاجي پرلت ځای ته راوړل شو او د نورو شهيدانو ترڅنګ کېښودل شو. فريد احمد له څو ورځو راهيسې ورک و او مړی يې پرون د شعبان له سيمې ترلاسه شوی و. د مړي په رسېدو سره د شهيد کورنۍ او د پرلت ګډونوال په ژړا شول او له حکومت او اړوندو ادارو يې غوښتنه وکړه چې د زيارت پېښې او پر پوليسو او ډاکټرانو د بريدونو رڼې پلټنې وکړي او عاملين دې د قانون منګولو ته وسپاري.
