تازه خبرونه ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت د پېښې په اړه مهم پرمختګ، حکومتي پلاوی او د پرلت کمېټه په ګڼو ټکو سره سلا شول

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د زیارت د پېښې د شهیدانو د کورنیو او د پرلت کمېټې سره د حکومتي مذاکراتي پلاوي ترمنځ اوږدې خبرې اترې پای ته ورسېدې. د خبرو اترو وروسته حکومتي پلاوی د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ته د تفصیلاتو وړاندې کولو لپاره اعلی وزیر هاوس ته لاړ.

د سرچینو په وینا، خبرې په ډېر ښه او خوښ چاپېریال کې وشوې، چیرې چې د پرلت کمېټې لخوا وړاندې شویو غوښتنو باندې په تفصیل سره غور وشو. د خبرو اترو په جریان کې په ګڼو مهمو چارو کې پرمختګ وشو او په ګڼو ټکو د دواړو لورو ترمنځ اتفاق رامنځته شو.

سرچینې وايي چې په خبرو اترو کې د جوډیشل کمېشن د جوړولو په ګډون په ګڼو مهمو غوښتنو اصولي اتفاق شوی، په داسې حال کې چې په نورو غوښتنو هم مثبت پرمختګ شوی دی. حکومتي پلاوی به د بلوچستان اعلی وزیر ته د خبرو اترو بشپړ راپور وړاندې کړي، چې وروسته به یې د راتلونکي تګلارې او پرېکړو اعلان وشي.

د سرچینو په وینا، د وروستیو خبرو اترو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د مسلو د حل کولو هیله نوره هم پیاوړې شوې، خو د غوښتنو وروستۍ منظوري او پر هغو د عمل کولو پرېکړه به د بلوچستان له اعلی وزیر سره تر مشورې وروسته وشي.

په غونډه کې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي، مابت کاکا، جاوید خان کاکړ، رشید خان ناصر، ملک امان الله کاکړ، ثناء الله کاکړ، د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ صوبايي صدر نصرالله خان زېري، د پښتونخوا مېپ مرکزي جنرل سیکرټري عبدالرحیم زیارتوال، د جمعیت علماء اسلام مولانا کمال الدین، د جماعت اسلامي عبدالمتین اخندزاده، د نېشنل ډیموکراټیک موومنټ صوبايي صدر احمد جان خان، د پاکستان تحریک انصاف صوبايي صدر داود شاه کاکړ، ایم این اے عادل خان بازئي، د نېشنل پارټۍ مرکزي نائب صدر ډاکټر اسحاق بلوڅ، د بلوچستان نېشنل پارټۍ اغا حسن بلوڅ، د مظلوم اولسي تحریک صدر عباس خان درانی، سیاسي مشر اسفندیار کاکړ، د شهیدانو د کورنیو غړو کې نسیم خان، ډاکټر عبدالصمد، طارق ترین، نواز خان، نقیب الله، فیروز خان، حاجي زین الله، ډاکټر هدایت الله او د انجمن تاجرانو صدر عبدالرحیم کاکړ او حضرت علي اڅکزي ګډون کړی وو.

بل لور ته د ډېرو باخبره سرچینو په وینا د مذاکراتو د کامیابولو لپاره د ډېرو مهمو اعلانونو تمه ده. بل لور ته د پرلت کمېټې او د زیارت د شهیدانو د کورنیو یوه مهمه ګډه غونډه هم روانه ده. د پرلت کمېټې ویلي که چېرې خبرې اترې ناکامې شوې، نو سبا د جولای ۱۷مه د جمعې په ورځ به په ټول صوبه کې مکمل شټر ډاون اعتصاب وي.