مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت پېښې په ملاتړ نن په کوټه کې بشپړ شټر ډاون اعتصاب کېږي، کاشف حیدري

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د مرکزي سوداګرو ټولنې ویاند کاشف حیدري اعلان کړی چې د زیارت پېښې د شهیدانو له کورنیو سره د یووالي او د احتجاجي کمېټې د غوښتنو په ملاتړ به د جولای په ۱۷مه په کوټه ښار کې بشپړ شټر ډاون اعتصاب ترسره شي. هغه وویل چې ټول واړه او لوی بازارونه او سوداګریز مرکزونه به تړلي وي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې په اعتصاب کې فعاله برخه واخلي او د سولې، عدالت او د شهیدانو له کورنیو سره د ملاتړ څرګندونه وکړي.