ډهاکه (ويب نيوز) د بنګله دېش حکومت د پخوانۍ لومړۍ وزيرې شيخ حسينې واجد د بېرته هېواد ته د راستنېدو د پلان هرکلی کړی او ويلي يې دي چې نوموړې به د قانون له مخې عدالت ته وړاندې کېږي، خو محکمه کولای شي د اعدام پر پرېکړه بيا کتنه وکړي يا يې بېګناه هم وګرځوي. د حکومت سلاکار زاهد الرحمن وويل، شيخ حسينه دې له نړۍ غوره وکيلان له ځان سره راولي، ځکه د نړيوال جرمونو په ځانګړې محکمه کې به هغې ته د عادلانه او شفافې محاکمې بشپړ فرصت ورکړل شي. بل لور ته هند هم ويلي چې د سپارلو هر ډول غوښتنه به د قانون له مخې ارزول کېږي.
