کوټه (وېب نیوز) د ښځینه زده کړو ټرسټ یوه پلاوي د کراچۍ لپاره د جاپان د قونسلګرۍ سرپرست قونسل جنرل تمورا تاکاهیرو سره ولیدل. په پلاوي کې د زبیده جلال نجونو عالي لېسې شریکه بنسټ اېښودونکې او پرنسپاله رحیمه جلال، د میر جلال خان لوړې ثانوي ښوونځي شریکه بنسټ اېښودونکې کریمه جلال او نوروز بلوچ شامل وو. په دې موقع د پاکستان جاپان بزنس فورم مرستیال او د پانګونې بورډ سلاکار سید فیروز عالم شاه هم موجود و. پلاوي د ښځینه زده کړو ټرسټ د موخو او په بلوچستان کې د روانو تعلیمي پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل. تمورا تاکاهیرو وویل چې تعلیمي او کلتوري تبادلې د جاپان او پاکستان اړیکې لا پیاوړې کوي او جاپان د جائیکا او نورو ادارو له لارې په پاکستان کې د تعلیم د ودې لپاره مهمې پروژې پر مخ وړي. هغه د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې د “اوښ کتابتون” په څېر نوښت وستایه او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
