مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

قبایلي جرګې د راړه شم او اندر پړ د بارخان سره یوځای کېدل رد کړل

راړه شم (وېب نیوز) د راړه شم په سیمه کې د مرحوم سردار سید زمان شاه په کور کې د سردار اسد زمان شاه په مشرۍ قبایلي جرګه ترسره شوه، چې پکې د راړه شم او اندر پړ د موسی خېل څخه جلا کولو او د بارخان ولسوالۍ سره د یوځای کولو حکومتي پرېکړه په متفقه توګه رد شوه. په جرګه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، د بلدیاتي ادارو استازو، ځوانانو او د موسی خېل د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی و. ګډونوالو د بلوچستان له وزیر اعلیٰ څخه وغوښتل چې د خلکو نظر، جغرافیایي حقیقتونه او سیمه ییزې اړتیاوې په پام کې ونیسي، د یادې پرېکړې نوټیفیکیشن بېرته واخلي او راړه شم او اندر پړ د موسی خېل برخه پاتې شي، ترڅو د تحصیل او سب ډویژن حیثیت یې هم پر خپل ځای وساتل شي.