تازه خبرونه ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

په مستونګ کھڈ کوچہ کې امنیتي وضعیت ترینګلی، د چورلکو ګزمې، په ډي اېچ کیو روغتون کې بېړنی حالت اعلان شو

کوټه (سید سردار محمد خوندئی ) د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په اړوند سیمه خډ کوڅه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو عناصرو ترمنځ د سختې نښتې راپورونه ترلاسه شوي، چې له امله یې د کوټې-کراچۍ ملي لویه لار د هر ډول ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سرچینو په وینا، د خډ کوڅې په شاوخوا سیمو کنډ عمراني، ګرو او انجیري کې په درېو بېلابېلو ځایونو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان بریدونه شوي، چې له هغې وروسته د ځواکونو د ځوابي عملیاتو په پایله کې دواړو خواوو ترمنځ شدیده ډزې رواني دي. عیني شاهدانو ویلي چې د پاکستان د پوځ چورلکې یې د پېښې ځای ته د الوتنې پر مهال لیدلي دي.

د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره ولسوالۍ انتظاميې د مستونګ ولسوالۍ په مرکزي روغتون (ډي اېچ کیو) کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د ډي اېچ کیو روغتون مستونګ د میډیکل سپرنټنډنټ ډاکټر سعید احمد میرواني په ځانګړو لارښوونو، د ټولو ډاکټرانو، پیرامیډیکل سټاف او نورو روغتیايي کارکوونکو رخصتۍ په سمدستي توګه لغوه کړل شوي او دندې ته رابلل شوي دي، په داسې حال کې چې ټولو امبولانسونو ته د های الرټ اوسېدو امر شوی ترڅو هر ډول بېړني حالت ته سمدستي ځواب ووایي.

بل لور ته، د امنیت په خاطر په ملي لویه لار ټرافيک په بشپړه توګه بند کړل شوی او په حساسو سیمو کې د عامو وګړو پر تګ راتګ سخت بندیز لګول شوی دی.
خو تر اوسه پورې د حکومت په کچه د دغو ادعا شویو بریدونو، ځاني زیانونو او روانو عملیاتو په اړه هېڅ رسمي تایید یا معلومات نه دي خپاره شوي. اړونده چارواکي وايي چې وضعیت له نږدې څاري او د نورو معلوماتو په تمه دي.