مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې د پرلت پر ځای د انټرنېټ د بندېدو راپورونه

کوټه (ويب نيوز) د سرچينو له مخې د کوټې د روان احتجاجي پرلت په ځای کې د انټرنېټ خدمت د بندېدو راپورونه ترلاسه شوي، چې له امله يې ګډونوال د يو بل سره د اړيکو او معلوماتو په تبادله کې له ستونزو سره مخ شوي دي. سرچينې وايي، د انټرنېټ له بندېدو وروسته د اړيکو ستونزې زياتې شوې دي. سرچينو له ښاريانو، په ځانګړي ډول له پښتنو او بلوڅو ولسونو غوښتنه کړې چې د پرلت ځای ته ورشي او له احتجاج کوونکو سره خپل يووالی څرګند کړي.