چمن (سيد سردار محمد خوندۍ) د زيارت د پېښې له شهيدانو سره د يووالي د څرګندولو لپاره د جمعې په ورځ په کوټه، چمن په ګډون په ټول بلوچستان کې مکمل شټر ډاون اعتصاب وشو.
تېره شپه د پرلت کمېټې او د حکومتي مذاکراتي پلاوي ترمنځ په خبرو کې د خنډ پاتې کېدو وروسته، د پرلت کمېټې په غوښتنه شوی اعتصاب په ټولو ولسوالیو کې بریالی وو. د صوبې له هېڅ سیمې څخه د کومې ناخوښې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د ادارې لخوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د پرلت کمېټې ادعا کړې چې حکومتي مذاکراتي پلاوی د پرلت د مشروع غوښتنو د منلو لپاره چمتو نه دی، چې له امله یې خبرې ناکامې شوې.
له بلې خوا د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء الله لانګو ویلي چې د زیارت شهیدان زموږ هم شهیدان دي. د خوراک وزیر او له زیارت څخه منتخب شوي اسمبلۍ غړي نور محمد دمړ ویلي چې د زیارت پر شهیدانو دې سیاست ونه شي.
په ورته وخت کې، نن ماښام به د پرلت کمېټې یوه مهمه ګډه غونډه جوړه شي، چې پکې به د شټر ډاون اعتصاب وروسته په راتلونکې تګلاره غور وشي او مهمې پرېکړې به اعلان شي.
