کوټه (وېب نيوز)اسرائيلي رسنيو ادعا کړې چې د ايران سره د زياتېدونکي تاوتريخوالي له امله امريکا لسګونه د هوايي تېلو رسولو ټانکر الوتکې اسرائيل ته استوي، څو د احتمالي هوايي عملياتو پر مهال جنګي الوتکو ته پرلهپسې د تېلو رسونه يقيني شي. د راپور له مخې دا مهال د بن ګوريون هوايي ډګر کې د امريکايي هوايي ځواک ۳۳ ټانکر الوتکې موجودې دي چې له امله يې د سوداګريزو الوتنو لپاره ځای کم شوی دی. د اسرائيلو د ترانسپورټ وزير ويلي وو چې د اوړي د رخصتيو پر مهال به د دغو الوتکو شمېر ۲۰ ته راکم شي، خو راپورونه وايي د امريکا سنټرل کمانډ غواړي دغه الوتکې د پوځي اډو پر ځای هماغه د بن ګوريون په هوايي ډګر کې وساتي، ځکه هلته اړينې اسانتياوې او زيربناوې زياتې مناسبې دي.
