کوټه (وېب نيوز): د ايران ستر مشر مجتبی خامنه اي ويلي، د ايران سره د امريکا له پرلهپسې ژمنو ماتولو څخه څرګنديږي چې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لاسليک هېڅ اعتبار او ارزښت نه لري. د ايران دولتي ټلوېزيون د راپور له مخې نوموړي وويل، د تفاهم وروستي يادښت (اېم او يو) يو ځل بيا ثابته کړه چې د امريکا ژمنې او لاسليکونه د باور وړ نه دي. هغه زياته کړه چې د امريکا چلند د زورواکۍ، واکمنۍ او تېري څرګندونه کوي او يو ځل بيا يې خپله بې باوري، بدديانتي او د ژمنو ماتولو سابقه ثابته کړې ده. مجتبی خامنه اي امريکا يو ځل بيا “ستر شيطان” وباله او ويې ويل چې ايران به د هر ډول فشار باوجود د خپلو ملي ګټو او خپلواکۍ په ساتنه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
