تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د ايران په بريد کې د کوېټ د تېلو تاسيساتو ته زيان، ګڼ کسان ټپيان شول

کوټه (وېب نيوز): د کوېټ پټروليم کارپورېشن ويلي چې د ايران په بريد کې د دغه هېواد د تېلو يوه مهمه تاسيسات په نښه شوې، چې له امله يې ګڼ کسان ټپيان شوي او تاسيساتو ته پراخ مالي زيان اوښتی دی. د ادارې په بيان کې ويل شوي چې ټپيانو ته درملنه ورکول کېږي او د زيان د کچې د معلومولو ترڅنګ د تاسيساتو د بيا رغونې چارې هم روانې دي. له دې وړاندې د ايران د پوځ لوړپوړي سلاکار محسن رضايي خبرداری ورکړی و چې که امريکا خپل بريدونه دوام ورکړي، ايران به روانه شخړه سيمه ييزې جګړې ته وغځوي، خو ايران تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د کوېټ يا د امريکا نورو پوځي اډو باندې يې بريد نه دی کړی.