مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان حکومت او د احتجاجي کمېټې ترمنځ اته ماده‌ییزه هوکړه وشوه

کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان حکومت او د زیارت د سانحې د احتجاجي کمېټې ترمنځ د امن او نظم د ټینګښت، د شهیدانو د کورنیو د ملاتړ او د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په ګډون په اته مهمو ټکو هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې به په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو او باج اخیستونکو پر ضد بې توپیره عملیات کېږي، د شهیدانو له کورنیو سره به مرستې کېږي او د زیارت د ځمکو د ستونزو د حل لپاره به پنځه کسیزه کمېټه جوړېږي.