کوټه (ویب نیوز): د جمعيت علما اسلام نظرياتي بلوچستان مشرانو ويلي چې د پټرولو او ډيزل د بيو او ليوۍ پرلهپسې زياتوالی د ولس لپاره د زغملو وړ نه دی او د حکومت اقتصادي پاليسۍ خلک له سختې ګرانۍ او بېوزلۍ سره مخ کړي دي. هغوی له حکومته وغوښتل چې پر تېلو لګول شوې ليوۍ راکمه او د ګرانۍ د مخنيوي لپاره دې بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
