کوټه (وېب نیوز) د نیشنل سایبر کرایم انویسټیګیشن ایجنسۍ د کوټې سایبر کرایم راپور ورکولو مرکز د پلټنې نمبر 541/2026 په تړاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي کبیر افغان ته د حاضرېدو نوټس جاري کړی دی. د نوټس له مخې، د دولت ضد تبلیغاتو د ادعاوو په اړه پلټنې روانې دي او کبیر افغان ته لارښوونه شوې چې د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۱۷مه د کوټې د سایبر کرایم راپور ورکولو مرکز ته حاضر شي او خپل دریځ ثبت کړي. په نوټس کې ویل شوي چې که نوموړی حاضر نه شي، نو د پاکستان د جزا قانون د اړوندو مادو له مخې به قانوني کارروایي ترسره شي.
