مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت د سانحې احتجاجي پرلت د ولسي يووالي او جمهوري مبارزې تاريخي بېلګه ده، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند

کوټه (ویب نیوز): پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د زيارت د سانحې د احتجاجي پرلت بريالی پای د ولسي يووالي او جمهوري مبارزې تاريخي بېلګه وبلله او د شهيدانو له کورنيو، سياسي ګوندونو، وکيلانو، علماوو، قومي مشرانو او ولس څخه يې مننه وکړه. ګوند له حکومت څخه وغوښتل چې د تړون ټولې مادې ژر عملي کړي، عدالتي کمېسيون دې رڼې پلټنې وکړي او په زيارت، تکتو، هنه اوړک، منګله، شعبان، زرغون غر، هرنايي، شاهرګ، خوست، دکۍ، قلعه عبدالله، کوټه او نورو سيمو کې دې د ترهګرو، وسلوالو ډلو، جنايي عناصرو او د تښتونې شبکو پر ضد پرېکنده عمليات ترسره شي.