مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د سوکاله پاکستان لپاره د نظام بدلون ضروري دی، پروفېسر حلیم صادق۔

کوټه (وېب نیوز) د عوام پاکستان ګوند د بلوچستان صوبایي جنرل سیکرټري پروفېسر ډاکټر حلیم صادق ویلي، هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات لپاره د اوسني نظام بدلون ته جدي اړتیا لري. نوموړي د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو او غړو د خپل ګوند سره د یوځای کېدو پر مهال وویل چې عوام پاکستان ګوند د آئین، جمهوریت او سوله‌ییزې مبارزې له لارې حقیقي بدلون راوستل غواړي. هغه زیاته کړه چې د ولس حقونه، د قانون واکمني، شفاف احتساب، اقتصادي انصاف او برابره پرمختیا د ګوند اساسي موخې دي. نوي شامل شوو مشرانو د پروفېسر حلیم صادق پر مشرۍ بشپړ باور څرګند کړ او د ګوند منشور یې د ولس د هیلو استازیتوب وباله.