کوټه (وېب نیوز)د لېهړي قبیلې مشرانو او د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمېټې عمومي منشي میر اکبر لېهړي، میر اصغر جان لېهړي او نورو په یوه ګډه اعلامیه کې د بلوچستان اسمبلۍ د پخوانۍ غړې یاسمین لېهړي د پلار نور احمد لېهړي د کچهي ولسوالۍ څخه د تښتونې پېښه په سختو ټکو وغندله. دوی د بلوچستان له حکومت، امنیتي ادارو او ضلعي انتظامیې وغوښتل چې د نوموړي د خوندي او بې قید او شرطه خوشې کېدو لپاره دې بېړني او پرېکنده اقدامات وکړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې نور احمد لېهړي یو دروند، سوله خوښوونکی او د خلکو خدمتګار شخصیت دی او د هغه تښتول د ټولې لېهړي قبیلې لپاره د ژورې اندېښنې او غوسې سبب ګرځېدلي دي. مشرانو غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او قانوني سزا دې ورکړل شي.
