مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د پښتنو د راتلونکي لپاره د ټولو سياسي ګوندونو يووالی اړين دی، نواب اياز خان جوګېزی

کوټه (ویب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر نواب محمد اياز خان جوګېزي ويلي چې د پښتنو د حقونو، سولې او راتلونکي د خوندي کولو لپاره د ټولو سياسي ګوندونو يووالی ضروري دی. هغه اعلان وکړ چې ډېر ژر به د پښتون اولس قومي جرګه راوبلل شي څو د سياسي ګوندونو، قومي مشرانو، علماوو او ټولنيزو شخصيتونو په ګډه سلا د ولس د ستونزو د حل او تلپاتې سولې لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.