تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د پښتون اولس قومي جرګې تر چتر لاندې به په کوټه کې ستر قومي جرګه راوبلل شي، نواب ایاز خان جوګيزی

کوټه (وېب نيوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر نواب محمد ایاز خان جوګيزی ويلي، د پښتون اولس قومي جرګې تر چتر لاندې به ډېر ژر په کوټه کې ستر قومي جرګه راوبلل شي چې پکې به د پښتون قوم ټول سياسي مشران، قبایلي مخور، علما کرام، ټولنيزې شخصيتونه او د بېلابېلو فکرونو استازي ګډون وکړي، څو د قوم پر وړاندې د موجودو ستونزو، امنيتي حالاتو او راتلونکي په اړه ګډې پرېکړې وکړي. نوموړي د زيارت سانحې پر ضد احتجاجي پرلت ته د وينا پر مهال وويل چې په اوسنیو حالاتو کې ټولې سياسي ډلې بايد خپل اختلافات او عادي سياسي فعاليتونه د يوې مودې لپاره يوې خوا ته کړي او د قوم د ګټو لپاره په يوه ليکه ودرېږي، ځکه له يووالي پرته د ظلم او جبر مقابله ناشونې ده. هغه وويل، په پرلت کې د زرګونو خلکو ګډون دا څرګندوي چې پښتون قوم د خپلو شهيدانو او اغېزمنو کورنيو په غم کې برابر شريک دی. نوموړي زياته کړه چې د ګډې مشورې او ملي يووالي له لارې به د پښتونخوا وطن د سوله ييز، خوندي او روښانه راتلونکي لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.