کوټه (یو این اے) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د بلوچستان ویمن انټرپرینیورشپ ډیولپمنټ پروګرام د لومړي پړاو د بریالۍ بشپړېدو هرکلی کړی او روزنه بشپړوونکو ۵۰۰ ښځو ته یې مبارکي ورکړې ده. هغه په خپل پیغام کې ویلي چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او همدې موخې لپاره ښځو ته د سوداګرۍ، ډیجیټلي ټکنالوژۍ، بازارموندنې او ځان بسیاینې اړوند عصري مهارتونه ورکول کېږي. وزیراعلیٰ وویل، دا پروګرام به ښځې اقتصادي پلوه پیاوړې کړي او هغوی ته به دا توان ورکړي چې د بلوچستان او پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې اغېزناک رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د ښځو د پرمختیا سلاکارې ډاکټر ربابه خان بلیدي، د ښځو د پرمختیا څانګې او ټولو اړوندو ادارو هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د ښځو لپاره به د روزنې، کاروبار او روزګار دا ډول پروګرامونه لا پراخ کړي.
