مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د کشمیر د خلکو د خپلواکۍ ملاتړ مو تل په نړیوالو فورمونو کې کړی، ګورنر جعفر خان مندوخېل

کوټه (یو این اے) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل ویلي، پاکستان تل د کشمیر د وروڼو او خویندو د خپلواکۍ او د حقونو د ملاتړ لپاره په هر مسؤل نړیوال فورم کې غږ پورته کړی دی. هغه وویل، د آزاد کشمیر خلک زموږ وروڼه دي او په بلوچستان کې مېشتې کشمیري ټولنې ته په درناوي ګورو او د هغوی د ټولنیزو او تعلیمي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه اخلو. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان مسلم لیګ (ن) د مرکزي مشر او د وزیراعظم د ځوانانو پروګرام د بلوچستان فوکل پرسن نعیم کریم په مشرۍ د آزاد کشمیر د سیاسي فعالانو او په کوټه کې د مېشتو کشمیریانو له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې. ګورنر زیاته کړه چې د کوټې د ځايي خلکو او کشمیري ټولنې ترمنځ د ورورولۍ او متقابل احترام فضا د خوښۍ او ډاډ وړ ده.