کوټه (ويب نيوز) د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، روسيه د چين، پاکستان او مصر په همکارۍ د ايران او عربي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پيل لپاره هڅې کوي. د هغه په وينا، روسيه غواړي اردن، عراق او د عرب ليګ غړي له ايران سره د خبرو مېز ته کښېنوي، او ايران هم په دغو خبرو کې د ګډون چمتووالی ښودلی دی. سرګي لاوروف وويل، ځينې هېوادونه د ايران او عربي هېوادونو ترمنځ سوله او تفاهم نه غواړي، خو روسيه به د سيمې د کړکېچ د کمولو او د شخړو د سوله ييز حل لپاره خپلې ډيپلوماتيکې هڅې روانې وساتي.
