کوټه (۱۷ جولای ۲۰۲۶) د جمعيت علمای اسلام (ف) بلوچستان امير او سينيټر مولانا عبد الواسع ويلي، چې په پنجاب کې د مولانا فضل الرحمن وروستۍ لويه غونډه تر ټولو زيات سياسي زيان مسلم ليګ (ن) ته رسولی، ځکه هغوی ګومان کوي چې په پنجاب کې له دوی پرته بل څوک ستره ولسي غونډه نه شي جوړولای. هغه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل، جمعيت تل د رياستي ادارو د مورال لوړولو ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې مسلم ليګ (ن) تل هڅه کړې خلک د ادارو پر ضد ودرول شي. نوموړي وويل، د هند د بريد پر مهال جمعيت تر ټولو مخکې د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو ملاتړ اعلان کړی و او د بريا وروسته يې هم د پوځ ستاينه کړې وه. مولانا عبد الواسع زياته کړه، د مولانا فضل الرحمن د غدار بلونکي په حقيقت کې له هېواد سره غداري کوي، او له رياستي ادارو يې وغوښتل چې هغه سياسي مشران دې له پاروونکو بيانونو راوګرځوي چې د ولس او ادارو ترمنځ واټن زياتوي. هغه ټينګار وکړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونو شهيدان د هېواد اصلي شهيدان دي او د هېواد د ځوانانو حقونو ته بايد درناوی وشي.
